آزموینې/نمونې

د سیګموئیدوسکوپۍ په واسطه د لویو کولمو معاینه

Sigmoideoskopi-andra språkInnehållet gäller Västerbotten

ټاکل شوې ده چې تاسو به یوه sigmoideoskopi ترسره کړئ،سیګموئیدوسکوپي د لویو کولمو د لاندینۍ برخې معاینه ده. دا معاینه د مقعد له لارې د یوه نرم پایپ په دننه کولو سره ترسره کیږي. اړینه ده چې له وړاندې ځان چمتو کړئ تر څو معاینه ترسره شي.

که چېرې له لاندې مواردو څخه هر یو په تاسو باندې د پلي کېدو وړ وي، باید له معاینې وړاندې زموږ سره اړیکه ونیسئ:

تاسو له لاندې درملو څخه یو یا زیات کاروئ:

  • waran
  • pradaxa
  • xarelto
  • eliquis
  • lixiana.

له هغې وروسته تاسو باید له antikoagulationsmottagningenسره اړیکه ونیسئ. تاسو کولای شئ زموږ سره د 0907859366-شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ.

که چېرې له لاندې مواردو څخه هر یو په تاسو باندې د پلي کېدو وړ وي:

  •  د ضربان رامنځته کوونکې آله لرئ
  •  تاسو plavix/Clopidogrelخورئ
  • تاسو efientخورئ
  •  تاسو brilique.خورئ
  •  تاسو میندواره یاست یا فکر کوئ چې میندواره به وئ.

آیا باید له endoskopienhetenسره اړیکه ونیسئ. تاسو کولای شئ زموږ سره د 0907859303  شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ.

ستاسو د معاینې لپاره چمتووالی

دا هغه هڅه دي چې تاسو یې باید له معاینې وړاندې په کور کې ترسره کړئ

  • کیدای شي تاسو د معمول په څیر خوراک او څښاک وکړئ او له یو څو استثناتو سره خپل درمل وخورئ.
  • له معاینې 5 ورځې وړاندې، تاسو باید د NSAID ډول د درد آرام کوونکې ګولۍ ونه خورئ. په دې ګولیو کې voltaren, ipren, treo او diklofenakشاملې دي.
  •  له معاینې 5 ورځې وړاندې، تاسو باید د اوسپنې ګولۍ ونه خورئ.
  •  له معاینې وړاندې ستاسې ګولمې باید پاکې شي. تاسو دا کار له معاینې یو مازدیګر وړاندې د240 ملي لیترو laxatives, klyx lavemang په اخیستلو سره ترسره کوئ. کولای شئ له درملتون څخه یې وپیرئ.
  • له معاینې 2 ساعته وړاندې تاسو به یو بل klyx lavemang ترلاسه کړئ. که چېرې د اینیما یا د مقعد له لارې د مایع او ګاز دننه

کولو تګلارې په اړه کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ د endoskopienheten له لارې اړیکه ونیسئ.ت

اسو کولای شئ زموږ سره د 0907859303 شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ.

Till toppen av sidan