آزموینې/نمونې

د کپسولي انډوسکوپۍ له لارې د کوچنیو کولمو معاینه

KapselendoskopiInnehållet gäller Västerbotten

تاسو kapselendoskopi, به کپسولي انډسکوپي ترسره کړئ. دا یوه معاینه ده چې په هغې کې به تاسو یو کوچنی کپسول چې په هغې کې به کوچنۍ کامره هم وي تېره کړئ. له هغې وروسته کامره د کوچنیو کولمو په دننه کې انځورونه اخلي. اړینه ده چې له وړاندې ځان چمتو کړئ تر څو معاینه ترسره شي.

که چېرې له دې مواردو څخه هر یو په تاسو باندې د پلي کېدو وړ وي، تاسو باید ډېر تر ډېره له معاینې 5 ورځې وړاندې له endoskopienheten Umeå سره اړیکه ونیسئ:

  • د لویو ګولیو په تېرولو کې له ستونزې سره مخ یاست
  •  تاسو د کوچنیو کولمو نازکې برخې لرئ.

تاسو کولای شئ زموږ سره د 0907859303شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ.

ستاسو د معاینې لپاره چمتووالی

دا هغه هڅه دي چې تاسو یې باید له معاینې وړاندې په کور کې ترسره کړئ

  • تاسو اجازه نه لرئ چې له معاینې 10 وړاندې د اوسپنې ګولۍ وخورئ

اړینه ده چې له معاینې یو ورځ وړاندې مو په یاد وي.

  •  د ماسپښین له 2بجو وروسته خواړه مه خورئ.
  •  د معاینې د ورځې څخه مخکې په مازدیګر باندې د Laxabon درمل 2 لیتر وڅښئ.  دا کار باید د مازدیګر له 4 څخه د ماښام تر 6 بجو پورې ترسره شي.
  •  له نیمې شپې وروسته هیڅ شی مه څښئ.
  •  تاسو کولای شئ تر نیمې شپې پورې درمل او راڼه څښاک وڅښئ.

د معاینې د ترسره کولو پر مهال یو ټي شېرټ واغوندئ.

دا هغه څه دي چې په معاینه کې ترسره کېږي.

  •   تاسو به له اوبو سره یو کپسول تیر کړئ. د کپسول شکل تیرول آسانه کوي.
  • له هغې وروسته تاسو د 2 ساعتونو لپاره اجازه نه لرئ چې خوراک او څښاک وکړئ. کله چې 2 ساعتونه تیر شي کیدای شي تاسو بیا څښاک وکړئ. له 4 ساعتونو وروسته کولای شئ په عادي ډول خوراک وکړئ.
  •  ستاسو د ملا په شاوخوا به یو کمر بند وتړل شي تر څو موږ وکولای شو له کامرې څخه سیګنالونه ترلاسه کړو. همداراز تاسو به د بکس د لېږد لپاره یوه کڅوړه ترلاسه کړئ چې د کامرې سیګنالونه به ترلاسه کوي.
  •  کله چې تاسو کمپسول تیر کړئ، کیدای شي وکولای شئ د 8 ساعتونو لپاره له روغتون څخه ووځئ. په دې وخت کې تاسو باید د داسې فزیکي کار او فعالیتونو څخه ډډه وکړئ چې کیدای دې وسیلې ته زیان ورسوي.
  • په منظم ډول کمر بند چک کړئ چې په خپل ځای دی، کیبلونه خوندي دي او په بکس باندې شین څراغ شغلې کوي.

تاسو باید د MRI او د راډیو د امواجو د لیږدونکو ځایونو په څیر چې پیاوړی مقناطیس لري ونه اوسئ.  هغه کولای شي اخلال رامنځته کړي.

همداراز بکس باید له زیات یخ او د لمر له پیاوړو وړانګو څخه وساتل شي. همداراز هغه باید ونه ښورول شي. 

وروسته له دې څه رامنځته کېږي؟

د معاینې په ورځ په 15:45 دقیقو باید تاسو روغتون ته بیرته ولاړ شئ تر څو بکس او کمر بند وسپارئ. له هغې وروسته به دا انځورونه کمپیوټر ته واستول شي او د یوه ډاکټر لخوا به ارزول شي.

تاسو باید د کپسول په اړه اندیښنه ونه کړئ. کپسول به ستاسو په غایطه موادو کې ولوېږي او کولای شئ هغه ومینځئ، ځکه هغه کوچنی دی او هیڅ ډول خطرناک مواد نه لري. که چېرې ټاکل شوې وې چې له هغې وروسته تاسو MRI ترسره کړئ، نو اړینه ده پوه شئ چې آیا هغه خارج شوی دی او که نه.

Till toppen av sidan