آزموینې/نمونې

د ګسټروکوپي پھ واسطھ د مرۍ او معدې معاینھ کول

Gastroskopi-andra språkInnehållet gäller Västerbotten

که چېرې له لاندې مواردو څخه هر یو په تاسو باندې د پلي کېدو وړ وي، باید ژر تر ژره زموږ سره اړیکه ونیسئ:

تاسو له لاندې درملو څخه یو یا زیات کاروئ:

  • waran
  • pradaxa
  • xarelto
  • eliquis
  • lixiana.

تاسو باید  پدی antikoagulationsmottagningen  زنګ وکړی تاسو کولای شئ زمونږ سره د  0907859366 شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ.

که چېرې له لاندې مواردو څخه هر یو په تاسو باندې د پلي کېدو وړ وي:

  • د ضربان رامنځته کوونکې آله لرئ
  • تاسو plavix/Clopidogrelخورئ
  • تاسو efientخورئ
  • تاسو brilique.خورئ
  •  تاسو میندواره یاست یا فکر کوئ چې میندواره به وئ.

آیا باید له endoskopienhetenسره اړیکه ونیسئ. تاسو کولای شئ زموږ سره د 0907859303 شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ.

ستاسو د معاینې لپاره چمتووالی

دا هغه هڅه دي چې تاسو یې باید له معاینې وړاندې په کور کې ترسره کړئ

  • له معاینې 5 ورځې وړاندې، تاسو باید د NSAID ډول د درد آرام کوونکې ګولۍ ونه کاروئ.په دې ګولیو کې voltaren, ipren, treo او diklofenakشاملې دي.
  • اړینه ده چې معده په بشپړه توګه خالي وي. تاسو اجازه لرئ چې له معاینې 6 ساعته وړاندې وخورئ او وڅښئ. له دې وروسته باید تاسو په هیڅ صورت خوراک او څښاک ونه کړئ.

دا هغه څه دي چې په معاینه کې ترسره کېږي.

  • د معاینې له پیل کولو وړاندې، تاسو ته به درمل درکړل شي تر څو په معده کې د ګاز اندازه کمه کړي.
  • ستاسو د خولې او پایپ د خوندي کولو لپاره، ستاسو په خوله کې به یوه کړۍ ځای پر ځای شي.
  • معده له هوا ډکه وي. هغه کیدای شي د معاینې د ترسره کولو پر وخت او له هغې وروسته ستاسو د ارګمي سبب شي.
  • که چېرې اړتیا وي، ډاکټر د معاینې پر مهال نمونې اخلي.

که چېرې تاسو غوره ګڼئ چې له معاینې وړاندې بې هوشه کوونکي یا خوب راوړونکي درمل ترلاسه کړئ، مهرباني وکړئ زموږ سره د endoskopienheten له لارې اړیکه ونیسئ. تاسو کولای شئ زموږ سره د0907859303  شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ.
په یاد ولرئ چې تاسو د خوب راوړونکو درملو له ترلاسه کولو وروسته تر 24 ساعتونو پورې د موټر چلولو اجازه نه لرئ.  

Till toppen av sidan